کابل باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۳ مه
د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د نامعلوموکسانو له لورې یو وسله وال طالب وژل شوي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ نامعلومو کسانو په مرورې ولسوالۍ کې د یوه وسله وال طالب په کور برید کړی.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی او میرمن یې ټپي شوې ده.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ