کابل باختر د غبرګولې ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ناروې سفیرې ماري سکېر ته تير ماښام د مخه ښې کتنه کې د دې د خدمتونو او هلو ځلو د تقدیرولو په موخه د میوند د معرکې اتلې ملالۍ دولتي مډال ورکړ.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د جمهور رئیس په فرمان کې راغلي و،چې اغلې ماري سکېر د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان او ناروې تر منځ د دوستانه اړیکو په ټینګولو او پراخولو، د دوه اړخیز باور او همکاریو د لا زیاتولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په برخه کې د قدر وړ کوښښونه کړي دي.
د ناروې سفیرې د هېواد جمهور رئیس څخه د هغې د کړنو د تقدیرولو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې د سفیرې په توګه د خپل ماموریت په ترسره کولوخوښي وښوده.
اغلې ماري سکېر وویل، له افغان وسله والو طالبانو سره د یو اړخیز اوربند په اعلام کې د جمهور رئیس غني ارزښتناک تصمیم او شجاعت د قدر وړ دی او موږ د دې تصمیم ملاتړ کوو.#پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل