نړۍ

افغانستان ته د زياتو امريکايي ځواکونو استول

برلين ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
آلمانۍ ورځپاڼې (هندلزبلات) د دغه ټکي په څرګندولو سره چې د امريکا د جمهور رئيس دونالدترامپ دولت غواړي چې څلور زره تنه نور پوځيان  افغانستان   ته واستوي،  وليکل: دغه شمېر ځواکونه به د ده د جمهوري رياست په دوران کې بهر ته د زيات شمېر پوځيانو استول وي.
د ايرنا دخبرله مخې : 
دغې المانۍ ورځپاڼې زياته کړې ده: د امريکا د دفاع د وزير دڅرګندونوله مخې  يوشمېر دغه ځواکونه به افغان سرتيري له پوځي پلوه وروزي او بله برخه به يې هم له داعش او طالبانو سره په مبارزې لاس پورې کړي.
ورځپاڼې دوام ورکړ: د امريکا د حکومت له خوا د دغو ځواکونو استول ښايي په راتلوونکې اوونۍ کې په رسمي ډول اعلام شي .
د هندلزبلات ورځپاڼي وليکل: بايد په افغانستان کې امريکايي کومانډويي  ځواکونه زيات شي، ځکه افغانستان په کافي اندازه سرتيري نه لري چې دطالبانو   پرخلاف وجنګيږي .
د ورځپاڼې په ليکنه: دغه تصميم په داسې حال کې نيول شوى دى چې څه موده مخکې جګپوړو امريکايي قوماندانانو خبردارى ورکړى و چې افغانستان  د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلې له پرمختګ سره مخامخ دى . 
د داعش د ځواکونوله خوا د مخ په زياتيدونکو ګواښونوله امله چې يو ډير پراخ بريد يې  په تيرو اوونيوکې په کابل کې ترسره شو، په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو دشتون د زياتوالي لپاره  غوښتنې زياتې شوې دي.
د امريکا پخواني جمهوررئيس بارک اوباما غوښتل چې تېرکال په افغانستان کې خپل ځواکونه اته زره څلور سوه تنو ته زيات کړي، له دې امله په هغه وخت کې څه ناڅه دوه زره تنه پوځيان په افغانستان کې ديره شول چې دغه شمېر په رسمي ډول اعلام نه شو.
له  ٢٠٠١ ميلادي کال را په  دې خوا کابو ٢٤٠٠  تنه امريکايي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي چې څو تنه يې  په څو تېرو ورځو کې د دغه هېواد په
شمال او ختيځ کې د طالبانو د بريدونو له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته