اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د پنځه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې نږدې د ۵،۵(پنځه نیمو) میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور شول،
۱۱ چارچوبي قراردادونه (د ۳۰ برخو لرونکي) چې د ساحوي او مرکزي زونونو د جزوتامونو او قطعاتو، د ولایتونو د امنیه قوماندانیو، عامه نظم، سرحدي پولیسو، خاصو قطعاتو، عامه محافظت او د کورنیو چارو وزارت امنیتي تصدۍ سون توکو او اعاشې په ګډون د ملي اردو پرسونل هوايي لېږد، د بغلان ولایت د بنو  دویمې برخې سړک څخه د اندارب ولسوالۍ پورې د ۱۱،۹ کیلو متره سړک پخول، د هرات ولایت د منارونو څخه تر نقره کلي پورې د ۷ کیلومتره سړک پخول، ددوه پلونو په شمول د پکتیکا ولایت له ارګون ولسوالۍ څخه تر ګیان پورې ۲،۵ کیلومتره سړک پخول او د سالنګونو د حفظ او مراقبت په اړه د تېلو د تدارک دوه قلمه په دغو منظور شویو قراردادونو کې شامل دي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د اقینه بندر سړک او د اورګاډي کرښې تاسیساتو جوړولو قرارداد په پرنسیپ کې د موجوده ملاحظاتو د رفع کولو په موخه د زیات وضاحت او بشپړو اسنادو وړاندې کولو په شرط تائید کړ.
د ملي تدارکاتو کمیسیون  دشمال ختیځو ولایتونو(تخار او بدخشان) او مرکزي ښارونو لپاره د نوري فایبر د برابرولو او نصب د طرحې پروژې قېمت د زیاتوالي په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه د یو موظف پلاوي له لوري د اسنادو او پروژې د ارزونې په موخه وګرځوله.
په دې غونډه کې له سرپل څخه تر شبرغان پورې د ۵۱کیلومتره سړک د جوړولو قرارداد چې  فواید عامې وزارت یې وړاندیز وکړ د قانوني معیارونو د نه بشپړېدو په دلیل تائید نشو.
کمیسیون د فواید عامې وزارت مکلف کړ، چې په نوې تدارکاتي پروسه کې د داوطلبۍ د مقید روش څخه په استفادې یا دې د عاجل والي په صورت کې واحدې سرچنې ته لاس وغځوي.  همدارنګه یې دستور ورکړ چې ددغه وزارت د تدارکاتي ظرفیت تصدیق دې لغوه شي.
په غونډه کې، د ګرشک د برېښنا بند د بیا رغاونې او د ګرشک ښار د وېش شبکې پروژې د مشورتي کمپنۍ قرارداد د وخت تعدیل چې د افغانستان د برېښنا شرکت یې وړاندیز کړی و، تصویب شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په ټینګار سره ټولو وزارتونو او بنسټونو ته دستور ورکړ چې د پرمختیايي پروژو  د پلي کېدو او څارنې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو، د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو ارزونې د ناظر پلاوي رئیس، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د مشرانو جرګې د مواصلاتو، مخابراتو او ملي اقتصاد کمیسیونونو د شفافیت څارونکو، د پارلماني کاکس شفافیت، د سیګار ادارې او د غوڅ ملاتړ سیستیکا څارونکو ګډون کړی وو.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته