امنیت

په ميدان وردکوکې د نويو نښتو له امله څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
څلور تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په جغتو ولسوالۍ کې دپوځيانودعملياتو په بهيرکې ونښته.
دميدان وردګو په ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي چې وسله وال طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې په عملياتوکې د شاملو پوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې يو وسله وال طالب ميدان ښار ته څېرمه له پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول .
  په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته