ټولنه

په لغمان کې له بيځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

مهترلام باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
د دوو ميليونو افغانيو په ارزښت  په ١١١ بيځايه شويو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه.
له مهترلام څخه  د باخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دغه نغدي او خوراکي مرستې د  ډي سي آر  موسسې له  خوا دالينګار ولسوالۍ دنور صاحب په سيمه کې په هغو کورنيو  وويشلې شوې  چې دوروستيو  جګړو له امله بيځايه شوي دي.
دلغمان دوالي  وياند سرحدي ځواک وويل  چې په هرې بيځايه شوې کورنۍ  اتلس زره افغانۍ وويشلې شوې  چې په هغو خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته