سیاستخبرونهټولنه

د خوړو نړیوال سازمان: د اوکراین جګړه په افغانستان کې د لوږې بحران زیاتوي

 کابل/ د کب ٢٨ مه / باختر

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې په اوکراین کې روانه جګړه د خوراکي توکو بیې لوړوي او په افغانستان کې د لوږې بحران لا پسې زیاتوي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د خوړو نړیوال سازمان په یو ټویټ کې ویلي چې د اوکراین جګړې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو سربیره په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ لاپسې کړکیچن کړی او نړیوال مرستندویان یې دې ته اړ کړي چې په اروپا کې د اوکرایني مهاجرینو وضعیت ته پام وکړي.

د خوړو د نړیوال سازمان په وینا چې د اوکراین کړکیچ ته زیاته پاملرنه افغانستان ته  د بشري مرستو د لېږدونې بهیر درولی شي.

دی وايي چې سږ کال یې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې، خو د نورو مرستو لپاره مالي امکانات مخ په  تمامېدو دي.

کله چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ د نړۍ د خوراکي توکو، تیلو او ګازو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې وې، ملګري ملتونه وايي چې په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د افغانستان په څېر د بې وزلو هېوادونو پر وضعیت  زياته اغېزه کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته