امنیت

په فراه کې ديرغلګرو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .

کابل – باختر دوري څوارلسمه :
په فراه ښار کې په دولتي تاسيساتو او په افغان ځواکونو ديرغلګرونښته دوام هماغه شان دوام لري .
  دغه نښته  نن له غرمې مخکې دنهو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو په فراه ښار کې داستيناف محکمې او دنوى کابل بانک په نمايندګۍ بريدونه وکړل .
لومړى دوو تنو ځانمرګو يرغلګرو ددغو تاسيساتو په وړاندې ځانونه وچول او نور يرغلګر دغو دوو تاسيساتو ته ننوتل .
دځانمرګمو يرغلګرو دغه بريدونه ټيک  هغه وخت پيل شول چې  ددغو دوو دولتي مرکزونو کارکوونکي دمراجعينو دکارونو په اجرا کولو بوخت و . همدا اوس په دغو دوو دولتي مرکزونوکې ديرغلګرو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې دوام لري او ويل کيږي چې ددغو دوو مرکزونو ځينې کارکوونکي له مراجعينو سره دځانمرګو يرغلګرو له خوا يرغمل شوي دي .
دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدى باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده او هلې ځلې کوي چې ديرغلګرو په ځپلو سره داستيناف محکمې درياست او دنوى کابل بانک دنمايندګۍ کارکونکي او مراجعين وژغوري .
دافغانستان په لويديځ  کې دپوليسو ويندوى وايي يرغلګروغوښتل چې په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سره په فراه ښار کې په هدفونو بريدوکړي خو دغه موټرهدف ته  له  رسيدومخکې او دملي اردو دمامورينو له خوا له درولو وروسته وچاوديد .
ويل کيږي چې په دې چاودنه کې  دملي اردو يو سرتيرى شهيد اويوبل سرتيرى ټپي شوى دى .
له بلې اخوادفراه دپوليسو مقامات وايي چې تراوسه  پورې داستيناف محکمې په رياست او دکابل بانک په نمايندګۍ دڅلورو تنو يرغلګرو په ځپلو نه دي بريالي شوي .
تراوسه پورې ددغې پيښې  له امله دسردرسيدلو زيانونو ددقيق شمير په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته