کابلباختر د سرطان ١١
څلورتنه نن په بغلان ولايت کې په يوه قضايي علني محاکمه کې په مجازاتو محکوم شول.
دبغلان له ولايت څخه د باختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې چې دبغلان ولايت د مرافعه محکمې درئيس قضاوتمند ميرويس په مشري جوړه شوه موظف څارنوال د مدارکو او شواهدو له مخې دوه تنه چې په قتل تورن دي لومړي په شل کاله اودويم په لس کاله تنفيذي بند اودوه تنه نور چې ټانکر ته داوراچولو اودغلا تور پرې لګول شوي وو هريو په درې درې کاله بند محکوم شول .
دموظف څارنوال دڅرګندونو له مخې، دمحکمې حکم وروستۍ نه دى او ددوى دتميز غوښتنې حق محفوظ دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ