کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر
د بلخ امنیتي مسوولینو د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوه تن د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ځواکونو پیرمحمد د عبدالظاهر زوی چې د یادې ولسوالۍ د ارزنګارو کلي اوسېدونکی دی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې یو تن له یومیل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.