کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د هملند امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یې ۴ جریبه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
د یادې ولسوالۍ يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو ځمکو خاوند حاجي عبدالقيوم دهقان ته خبردارى ورکړل شوی، چې نور دې کوکنار نه کري.
هغه وويل، چې د لوى درستيز د رهبرۍ له مخې دوى، د نشه يي توکو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.
ع