کابل/ د وري٢٠ مه / باختر
د برېښنا شرکت وايي چې په پروان، ننګرهار، پکتیا، کندز، غزني، بلخ او هرات ولایتونو کې یې له غوښتنې سره سمه خلکو ته ۱۰۰ سلنه برېښنا برابره کړې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې، د برېښنا شرکت د اطلاعاتو او خپرونو دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په پروان کې ١٣ ميګاواټه، په هرات کې ١٦١،٢ ميګاواټه، په پکتيا کې ١٠،٥ ميګاواټه، په ننګرهار کې ٥٥،١ ميګاواټه، په بلخ کې ١٢٢،١ ميګاواټه، په غزني کې ٤ ميګا واټه او په کندز کې ۶۰،۶ میګاواټه برېښنا خلکو ته برابره شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په کابل کې ټولټال ٣٧٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا ده، چې د برېښنا شرکت توانيدلى له دې جملې ٣١٦،٧ ميګاواټه برېښنا تامين کړي چې ٨٥،٥ سلنه يې په کابل او په قندهار کې له ٦٧،٤ ميګاواټو څخه ٢٧،٥ ميګاواټه تامين شوې ده.
\ ذ