کابل / د کب ۲۸ مه / باختر
د کاپیسا په مرکز، د کوهستان لومړۍ برخې، دویمې برخې او کوهبندونو ولسوالیو کې د ( جمعیة الامة الخیریه ) بنسټ په مالي ملاتړ پر۱۲۲۰ بې وزلوکورنیو مرستې ووېشل شوې.
د کاپيسا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مشر باختر آژانس ته وویل چې په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه ، وریجې، غوړي، چای، دالنخود، بوره ، لوبیا او مالګه ووېشل شول.
هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت په نجراب ، تګاب او اله سای ولسوالیو کې هم پر اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شي.
په ورته وخت کې په بامیانو کې هم د یونین آید موسسې په مالي ملاتړ پر ۹۰۰ اړو کورنیو اوړه ، وریجې، لوبیا، بوره، شړۍ او غوړي ووېشل شول.
ع