– کابل / د کب ۳ مه / باختر
د بادغيس د کرنې او اوبولګولو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبولګولو ۲۲ شبکې جوړې شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبولګولو دغه پروژې د بادغيس په جوند، غورماچ، قادس او بالامرغاب ولسواليو کې د څه دپاسه ۴٣ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې کړې دي.
د دغو شبکو په جوړېدو سره څه ناڅه ۶۷۵ هکتاره کرنيزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې دي.
پاى \ ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ