کابل/ د مرغومي٤مه / باختر
په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د معاونيت هيئت دفتر يا يوناما په يوه اعلاميه کې د يوسف رشيد د ترور په غندنې سره په افغانستان کې د ملکيانو د هدفمندو وژنو د دوام له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ يوناما په يوه اعلاميه کې د حکومتي بنسټونو له مسوولينو غوښتي چي د دغې پېښې عاملان وپېژنې او محاکمه يې کړي.
د يوناما په اعلاميه کې ويل شوي دي؛ افغانستان يوازې په تېرو ٤ ورځو کې د ولسي جرګې د يوه غړي، د يو مشهور خبريال، د يوې ډلې ډاکترانو او د انتخاباتو د څارنې د يو بنسټ د رييس د وژلو دګر و.
د دغو وحشتناکو برېدونو مسووليت ډېر لږ منل کېږي او زياتره پرهغو کسانو چې د يوې ازادې ټولنې لپاره کار کوي، تمرکز کوي.
د دغې اعلاميې په يوه برخه کې ويل شوي دي چې تاوتريخوالى بايد په افغانستان کې کمښت ومومي او د سولې د مهمو او حياتي خبرو لپاره بايد د انسانانو ژوند او د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او د دغه بهير د ورانکارانو مخه ونيول شي.
پاى\ ج\ ذ