جلال اباد / د لیندۍ / ۲۶/ باختر
په ننګرهار کې د یو کانکریټي واټ د جوړولو کار پای ته ورسید.
دغه واټ د څلورو کیلو متر په اوږد والي او پنځو متر په سور د بهسودو ولسوالۍ شپږ کلي د ننګرهار د لویی لارې بازار سره نښلوي.
د ننګرهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوول د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې دغې ادارې د کلیو د لارو جوړولو د پروګرام په چوکاټ کې د دغه کانکریټی واټ د ٣٧ میلیونو افغانيو په لګښت جوړ کړی دی.
مخکې له دې د کلیو په زرګونو تنه اوسېدونکي د ننګرهار په بهسودو کې د ناروغانو لیږدول روغتونونو ته او د کرنیزو محصولاتو د لیږدولو لپاره بازارونو ته اړ وو اوږد واټن و وهي او زیاتې پیسې ولګوي.
پای/ سعیده
4 1 دقیقه لوستل