کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ داوسيدونکو دستونزو د لرې کولو په موخه نن په دغه ولسوالۍ کې ديوه پله دجوړولو کار بشپړ او ديوسړک دجوړولو کار يې پيل کړ .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختراژانس ته وويل چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دکليوالي لارې جوړولو ، اوبو رسولو او د ساحوي سمون دملي پروګرامونو له لارې په کلکان ولسوالۍ کې د ٥ر٦ کيلومترو په اوږدوالي ديوه سړک دجوړولو کار بشپړ کړى او له دې سره جوخت يې په دغې ولسوالۍ کې د دولس اعشاريه پنځومترو په اوږدوالى ديوه کانکريتي پله دجوړولو کار پيل کړ .
ده وويل ددغو پروژو په بشپړولو سره دڅه ناڅه لسو زرو کورنيو دتګ راتګ ستونزې به لرې شي .
ده زياته کړه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت په پام کې لري دکلکان ولسوالۍ په دره اقا کلي کې ديوزرو درې سوه مترکاريز دجوړولوکار پيل کړي . ختم_ عطاالله _ اکرم