تالقان باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ د بازار هټيوالو ته د اور لګيدنې له امله په ميليونونو افغانۍ زيان اوښتى دى.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندخليل اسير دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه اور د دغه ولايت د چاه آب ولسوالۍ په بازارکې د بريښنا د شارټۍ له امله ولګيد چې له امله يې د ٣٠٠ دوکانونو مالونه له منځه تللي دي .
ده څرګنده کړه: اور تېره شپه په اته نيمو بجو ولګيد او تر نن سهار پورې دوام وکړ چې له امله يې د لرګي پلورنې دوه سرايونه او د پومبې، خوراکي توکو او د مبايل پلورنې په لسګونو دوکانونه او درملتونونه سوځيدلي دي.
ده زياته کړه: په دغې ولسوالۍ کې د اور وژنې د وسايطو نشتوالى او له تخار ښارڅخه د اور وژنې د وسايطو په را رسيدوکې ځنډ د دې سبب شو چې اور پراختيا ومومي .
0 1 دقیقه لوستل