-کابل/د مرغومي۳ مه/ باختر
دولس وسله وال طالبان تېره شپه په لوګرکې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې د طالبانو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نوريې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په عملياتوکې د دښمن د مهماتو يوه زېرمه له دوو موټرو او دوو موټرسايکلونو سره له منځه لاړه.
د يو بل خبرله مخې:
درې وسله وال طالبان تېره شپه په محمدآغې ولسوالۍ کې د پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
ختم- سعيده- اکرم