کابل باختر د چنګاښ شلمه :
له نولس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دکرکټ ملي ټيم چې هند ته تللى دى پرون يې په يوه دوستانه لوبه کې دهند دکرکټ د سي اس اس ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې پنځوس اوره لوبه کې چې داورښت په نسبت يو ديرشو اورونو ته يې کمښت وموند دهند ټيم ماتې وخوړه .
له نولس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دکرکټ ملي ټيم دتياري دنيولو په خاطر هند ته تللى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ