سیاست

دمشرانو جرګې درې کسيز هيئت دهرات ولايت وکوت .

کابل باختر دوري نهمه :
دسنامجلس  ددويم نايب حاجي رفعي الله ګل افغان په مشرۍ  دمشرانوجرګې درې کسيز هيئت په دې وروستيو وختو کې دهرات ولايت وکوت .
دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دمشرانوجرګې هيئت دهرات له والي  فضل الله وحيدي  سره دخپلې غونډې په ترڅ کې دکړو وړو په باب  دده رپوټ واوريد چې په هغه کې دغير قانوني لاسوهنو ، دعامه املاکو دغصب  او په ولسي جرګه کې ددغه ولايت  دخلکو ددوو تنو استازوله خوا ددولتي ادارو دمامورينو دګواښ يادونه شوې ده .
  دغه راز په رپوټ کې دهرات ولايت دحوزوي  روغتون له رييس  سره دډاکترانو اوامرانو دنه همغږۍ  او دمراتبو دلړلۍ  دنه رعايتولو يادونه هم شوې ده او ويل شوي دي چې له بده مرغه دعامې روغتيا وزارت تراوسه پورې ددغه روغتون دستونز په حل کولو نه دى بريالي شوى .
دغه راز  دهرات  والي ددغه ولايت  دجيل ستونزې هم بيان کړې  او څرګنده يې کړه چې دجيل په ودانۍ  کې اووه سوه تنه بنديان ځاييږي .
په داسې حال کې چې اوس په هغه کې څه دپاسه درې زره  تنه بنديان په نامطلوبو روغتيايي شرايطو کې شپې سبا کوي او په نړيوالو معيارونوسره يې دجيل دنوي ودانۍ دجوړولوغوښتنه وکړه .
دغه راز په دې غونډه کې  دهرات ولايت امنيه قوماندان په خپل  وار دپوليسو دمنسوبينو دبرياليتوبونو په باب رڼا واچوله او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه په بشپړې همغمږۍ  سره دامنيت دتامينولو، دپولو دساتنې ، دقانون دواکمنۍ د نافذولو او دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره  دتياري په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې کوي او څرګنده يې کړه چې په دغه ولايت کې د٤٨٠ انتخاباتي سايتونو له جملې څخه اوولس  انتخاباتي سايتونه دلوړو  انتخاباتي ګواښونو سره مخامخ دي اوهلې ځلې به وشي چې دانتخاباتو په ورځ دغه سايتونه هم  پرانستي وساتل شي
دمشرانوجرګې دويم نايب دوړاندي شويورپوټونو له اوريدو وروسته دانتخاباتو دارزښت په باب دخبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې ددغه ولايت مسوولين دې دجمهوري  رياست  او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په ترسره کولو کې ښه امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي چې خلک په خپل فعال ګډون سره خپلې رايي وکاروي  اوژمنه يې وکړه چې دهرات ولايت دستونزو دحل کولو لارې چارې به دمشرانوجرګې دکميسيونونو له لارې داړوندو ارګانونو له مسوولينو سره ولټوي 
وروسته حاجي رفيع الله  ګل افغان  له ملګري هيئت سره يې د هرات دانکشافي  لومړيتوبونو په کنفرانس کې ګډون وکړ او دخبرو په ترڅ کې يې دټولګټو پروژو دجوړولو اوبيا رغاونې اودهغو دپرمختيا له امله قدرداني وکړه او دهرات دبيا رغاونې او جوړولو دکار دپراختيا غوښتنه يې وکړه .  دغه راز دمشرانوجرګې دهيئت له خوا د٢٠٧ ظفر قول اردو دکتنې په ترڅ کې  ددغې قول اردو قوماندان تورن جنرال  تاج محمد جاهد دمنسوبينو دجنګي مورال ، اکمالاتو او دانتخاباتو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې په لويديځه  حوزه کې له ١١٢١ انتخاباتي  سايتونوڅخه ١٤٥ سايتونه به يې  دهرات ، غور  ، بادغيس  او دفراه په ولايتونوکې دلوړو امنيتي ګواښونو په نسبت  تړلي وي .
وروسته دمشرانوجرګې دويم نايب اوملګري هيئت يې ددغې قول اردو ددوه سوه تنو بريدملانو دفراغت په غونډه کې چې په يوه دوه مياشتنى  دوره کې يې زده کړه کړې وه ګډون وکړ او ددغو افسرانو دفراغت سندونه يې وويشل او دقول اردو دقوماندان او د څو تنومخکښو  افسرانو دخدمتونو په درناوي يې دمشرانوجرګې ستاين ليکونه هم هغوى ته ورکړل .
دغه راز هيئت  ددغې قول اردو دروغتون دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه اوپه  بسترو ټپيانويې نغدي  مرستې وويشلې .
په همدې ترتيب دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو رييس  ديو شمير سوداګرو په ګډون دمشرانوجرګې  له هيئت سره دکتنې په ترڅ کې دبريښنا کمښت ، دقوانينو يوشان نه تطبيق ، اضافي ماليات ، اداري فساد او خپلې ځينې نورې ستونزې  بيان کړې او دهغو د حل کولو  غوښتنه يې وکړه .
دمشرانوجرګې دويم نايب دهغوى درپوټونو او انديښنو له اوريدو وروسته دهر راز همکارۍ  ژمنه وکړه او څرګنده يې کړه چې ددوى ستونزې  له مسوولو مقاماتو سره طرحه کوي او د حل لارې چارې به يې ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته