ورزش

دهېواد دکرکټ ملي ټيم ايرلند ټيم ته دريم ځل ماتې ورکړه .

کابل باخترد کب شپږمه :
دکرکټ په شل اوريزو سياليو کې تيره شپه دافغانستان او ايرلند دوو ټيمونو دريمه لوبه ترسره کړه او په پاى کې دهېواد دکرکټ ملي ټيم وکولاى شول ددوه ديرشو منډو په توپير سره دايرلند ټيم ماته ورکړي
دهېواد دکرکټ بورد وياند فريدهوټک دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه  پرون ناوخته دهند ددهرادون په ښار کې ترسره شوه او دافغانستان ټيم ددوه ديرشو منډو په توپير سره دايرلند  پرټيم بريالي شو
افغان ځوان لوبغاړي  راشد ارمان ددريو توپونو په وهلو سره دايرلند درې تنه لوبغاړي  وسوځول ، بل افغان لوبغاړي  محمد نبي هم په دغې لوبه کې  ښه وځليده او يو اتيا منډې  يې ترسره کړې .
هيله کېږي چې دافغانستان او دايرلند دکرکټ ټيمونه په راتلونکو ورځو کې پنځه  يوه ورځنۍ لوبې او يوه دتست  لوبه ترسره کړي .
ټاکل شوې ده ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لومړى پنځه ورځنۍ لوبه په روانه اوونۍ کې د پنجشنبې  په ورځ ترسره  شي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته