ميدان وردک باختر د ثور ٢٠:
دميدان وردګو په ولايت کې له يوشمير بې وزلو او دجګړو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او لګښتي مالونو مرسته وشوه .
دميدان وردګو والي زندي ګل زماني باختراژانس ته وويل چې په دغو مرستو کې اوړه ، بوره ، غوړي ، چاى ، صابون او شامپو شته چې په يوشمير بې وزلو او اړو کورنيو وويشل شوې .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دميدان وردګو په ولايت کې دجګړو له امله يوشمير زيانمنو شويو کورنيو ته شيدې ورکوونکې غواوې ورکړى شوې .
دغه مرسته دامريکا دنړيوالې پرمختيا دادارې له خوا له يوشمير هغو کورنيو سره شوې ده چې دوروستيو جګړو له امله يې خپل غړي له لاسه ورکړي دي .
دميدان وردګو والي وايي چې هرې کورنۍ ته يوه شيدې ورکوونکې غوا ورکړى شوې ده چې له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمې کړي .
1 1 دقیقه لوستل