کابل باختردوږي دمياشتې ٣ :
د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله يوسيمه ييز پوليس ووژل شو او پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د بادغيس ولايت د عامه نظم درستيزوال مل پاسوال اميرشاه نايب زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه پرون ماښام د مقر ولسوالۍ د ګلچين په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو سيمه ييز پوليس د يو ماين له ښخولوڅخه خبرشوى و او سيمې ته تللى و او وسله والو طالبانو په داسې حال کې دغه ماين وچاوه چې خلک په سيمه کې راټول شوي وو.
ده زياته کړه چې پنځه تنه ملکي وګړي هم د دغه ماين د چاودنې له امله ټپيان شول او د بادغيس ولايتي روغتون ته وليږدول شول چې د هغوى روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل