خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

یوه اړینه دنده، د اسلامي امارت پولیسو د اسلام د دښمنانو پلان شنډ کړ

کابل، د وري ۱۸ مه، باختر
تبصره
د روژې مبارکه میاشت کې د ټول هېواد په کچه په ځانګړې توګه ښارونو کې د حسینیو او جوماتونو د امنیت ساتلو لپاره زرګونه پولیس ګمارل شوي وه، چې الحمدلله دغه دنده یې په ټول هېواد کې په ښه توګه ترسره کړه او دا یې ثابته کړه، چې اسلامي امارت د امنیت په ساتلو کې ساری نه لري.
موږ او تاسې په تېر کې ولیدل، چې د امنیت نه شتون بېخي یو شرعي عذر ګرځېدلی و او هر چا به د خپل ځان له ډاره لمنځونه په کور کې کول او د امنیتي ننګونو له امله به جوماتونو ته نه شوای تللی.
خلک ملامت هم نه وه، هغه وختونه په ریښتیا هم مسوولین د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي وه، نو ځکه خو خلکو د لمانځه لپاره کور د جومات په پرتله غوره ګاڼه.
د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ستونزه حل شوه او د جوماتونو او حسینیو د امنیت د خوندي توب لپاره ځانګړي ګامونه پورته او پلان ورته جوړ شو.
دا پوښتنه به له ډېرو سره وي، چې د مسلمانانو دښمنان ولې د جوماتونو او حسینیو امنیت ته ګواښ پېښوي.
د جومات دښمن ټول یو دی او یوه موخه تعقیبوي، داسې یو هدف چې پر اساس یې غواړي د مسلمانانو د یوالي مخه ونیسي او په جومات کې د راټولېدنې یو ستر هدف همدادی، چې مسلمان په اتفاق شي.
دویمه موخه یې دا ده، چې دوی غواړي د اوسنیو او په ځانګړي ډول د راتلونکي مسلمان نسل زړه له جومات او منبر څخه ور تور کړي.
دوی پوهېږي، چې د مسلمانانو انسجام له همدې جوماتونو پیل او د کفارو په ناکامۍ پای ته رسېږي نو په همدې خاطر هڅه کوي، چې له خپل هر ډول امکاناتو څخه په استفادې د جومات او دغلته د مسلمانانو د راټولېدو مخ ونیسي.
د کفارو د دغو موخو ښه بېلګه د الاقصی جومات دی، چې صهیونستانو اشغال کړی او د مسلمانانو د ورتګ مخالفت کوي.
اسرایلیان پوهېږي، که په دغه مسجد کې د مسلمانانو راټولېدنې زیاتې شي، نو معلومه خبره ده، چې دغه را ټولېدنې د مسلمانانو د قوت لامل ګرځي او د اسلام د دښمنانو ګتې له تاوان سره مخ کېږي.
نو خبره د افغانستان ده، چې الحمدلله پولیسو یې وکولی شول سږنۍ روژه کې د کفارو او د اسلام د دښمنانو دسیسې شنډې کړې او خپله دنده یې په ښه توګه ترسره کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress