خبرونهټولنه

کابل کې د څه باندې ۱۹ میلیونو فغانیو په لګښت دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب ۲۱مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د اوومې ناحیې په ۲۶م، ۲۷م او ۲۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو دوې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاريانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د زمينې د برابرولو په موخه پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ناحیې په ۲۶م او ۲۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې، ۱۱۶۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري، د لښتيو په ګډون د ۱۰.۲ میلیونه افغانیو په لګښت او په ۲۷م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه، چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون د ۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت، د  پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې په هره پروژه کې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ لوري ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د زمينې برابرولو په موخه دې ته ورته لسګونه پراختیايي پروژې پلې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته