سیاستخبرونهTOP

کابل کې د اذربایجان سفیر: هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف وویل اذربایجان او افغانستان د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ترڅنګ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
الهام محمدوف زیاته کړه چې اذربایجان په افغانستان کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي.
نوموړي وویل، دا یو تاریخي فرصت دی چې اذربایجان په کابل کې سفارت پرانیزي، ځکه غواړي په ټولو برخو کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
الهام محمدوف څرګنده کړه، هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، خو پدې برخه کې یې هېواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري..
ورته مهال مولوي عبدالکبیر الهام محمدوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د نوموړي د نوي ماموریت او سفارت پرانیستلو مبارکي ورکړه او ویې ویل:«هیله من یم چې ستاسې شتون به . .د افغانستان او اذربایجان د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزمن واقع شي.» مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له درېځه ملاتړ کړی اوخپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي.
هغه وویل دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ښه وړتیاوې لري او اړتیا ده چې د متقابل درناوي په فضا کې له دې ظرفیتونو استفاده وکړو
سیاسي مرستیال څرګنده کړه اسلامي امارت لېواله دی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پل حیثیت ولري، نو غواړو چې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړو.
نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي، له همدې امله د اذربایجان له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د سیمه ییز ثبات، پراختیا او د همکاریو د دوام غوښتونکی دی، خو د سیمې ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګډ کار او همکاریو پورې اړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته