کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
د جوزجان ولايت پوليسو پرون څلور تنه ډاراچوونکي ونيول .
د جوزجان دامنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل ؛ دغه څلور تنه ددغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دسيمه ييز قوماندان قاري حکمت په ډله کې په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت و چې دشبرغان ښار ته څيرمه دپوليسو له خوا ونيول شول. پاى ج ذ