کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
د فارياب ولايت په دريو نا امنو ولسواليوکې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ چاڼيزعمليات دوام لري .
د ٢٠٩شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول رضا رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات له څو ورځو را په دې خوا د المار ، قيصار او پښتون کوټ په ولسواليوکې دوام لري چې د دغو عملياتو په بهيرکې تېره شپه٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل: د وسله والو طالبانو له خوا د فارياب ولايت لپاره نومول شوى والي ملاصلاح الدين د امنيتي ځواکونو ترڅارنې لاندې دى او د غلبلې، خواجه ګوهر او د تور خيلوکلي او په المار ولسوالۍ کې څوکلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي..
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د دغو ولسواليو د اړوندو ترپاکولو پورې عمليات دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل