امنیت

په کونړکې ځانمرګې بريد وشو

په کونړ ولايت کې نن له غرمې وروسته  ديو ځانمرګي بريد  له امله دغازي اباد ولسوالۍ  د امنيه قوماندان  او ددغې ولسوالۍ  دامنيت دآمر په ګډون  شپږ تنه ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول .

  دکونړ ولايت امنيه قوماندان  جنرال عوض نظري ددغه خبر په تائيدولو سره  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغازي اباد ولسوالۍ  دامنيه قوماندان او دامنيت دآمر په ګډون  ددغې ولسوالۍ په يو زيات شمير اوسيدونکي  دجمعې دلمانځه له اداکولو وروسته  ځانمرګي بريد وشو  .  چې له امله يې  ددغې ولسوالۍ  دامنيه قوماندان او دامنيت دآمر په ګډون شپږ تنه ووژل شول  او اتلس تنه نور ټپيان شول .

  دده دڅرګندونو له مخې ټپيان ددرملنې په خاطر  روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته