خبرونهامنیت

په کندهار، هرات او نیمروز کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي توکي او درمل ترلاسه شوي دي

کابل، د کب ۵مه، باختر

مالیې وزارت، په کندهار، هرات او نیمروز کې د زرګونه کیلوګرامه قاچاقي توکو او درملو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار، هرات او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په ترلاسه شویو توکو کې درې زره ۵۵۲ کیلوګرامه انساني طبي درمل،۱۷۸۰کیلوګرامه حیواني درمل، ۱۲کارټنه نشه یي ممنوعه درمل او درې زره ۷۰۰  کیلوګرامه ټوکر شامل دي چې قاچاقچیانو غوښتل په قاچاقي ډول يې هېواد ته انتقال کړي.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او درمل د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته