کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
په کندز کې یوځل بیا د پوځیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه د کندز ښار په سه درک ساحه کې د تېرې شپې په نیمایي کې پیل شوه او د کندز ښار په اتمې، درېمې، لومړۍ او دویمې حوزو کې لا هم جګړې روانې لري.
د دغو جګړو د اوښتو زیانونو په اړه تراوسه معلومات نشته.
په همدې حال کې د کندز امنیه قومندان زبردست صافي د کندز اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی دی چې د جګړو په ساحو او نورو سیمو کې نوي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
پای/ سعیده