سیاست

په کابل او مزارشریف کې د عاشور د ورځې تروریستي بریدونه، نن په کابل کې وغندل شول

د افغانستان د عالمانو شورا، سیاسي ګوندونو، د کابل د لویدیځې سیمې د جوماتونو ملا امامانو، دګذر وکیلانو، سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او د هېواد د بیلابیلو قشرونو په زرګونو تنو په کابل او مزار شریف کې د عاشورا د ورځې خونړي بریدونه په کلکه وغندل.

په دغه ستره غونډه کې چې نن د کابل په لویدیځ کې د هېواد  د ستر روحاني شخصیت حضرت صبغت الله مجددي، د افغانستان د عالمانو شورا او د سیاسي ګوندونو د غړو، د کابل د لویدیځې سیمې د جوماتونو د ملا امامانو، د ګذر د وکیلانو، د سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او د هېواد د بیلابیلو قشرونو د زرګونو تنو لخوا جوړه شوې وه، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره یې وویل: د کابل ستره ملي غونډه په ملي یووالي باندې ټینګار کوي او په دې باندې باوري ده  چې د کابل او مزار شریف د عاشورا غم لړلي بریدونه چې د لسګونو تنو ملکي بې دفاع وګړو، د ماشومانو، ښځو او نارینه وو په شمول د ویرجنو کسانو د شهادت او د سلګونو تنو نورو د ټپي کیدو سبب شوه، د اسلام او زموږ د ګران هېواد د دښمنانو یوه توطیه وه چې د اسلامي مذهبونو په پیروانو او په افغانستان کې په وروڼو قومونو پورې هیڅ تړاو، نه لري.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي دي: موږ سربیره پردې چې دغه ناځوان مردانه، د اسلامیت او انسانيت پرخلاف ناروا بریدونه، په کلکه غندو، د افغانستان له ګران ملت څخه غواړو چې د هېواد د دښمنانو د توطیو پر وړاندې هوښیار و اوسي او خپل پيوستون  وساتي.

د غونډې برخه والو په دغه پریکړه لیک کې ویلي دي: موږ له حکومت څخه غواړو چې د عاشورا د فاجعې رامنځته کوونکي بریدونه په هر اړخیزه توګه وڅیړياو د هغو اصلي عاملین دې معلوم او محاکمه کړي.

په دې پریکړه لیک کې زیاته شوې، له هغه ځایه چې  د دغې فاجعې د رامنځته کولو مسوولیت جنګهوي لښکر په خپله غاړه اخیستی دی، نو دا ایجابوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له حکومت سره اړیکه ونیسي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دغه قضیه تعقیب او وڅیړي.

دې ته په پاملرنې سره چې جنګهوي لښکر د دغې پیښې د رامنځته کیدو مسوولیت په خپله غاړه اخیستی دی او د پاکستان د اتباعو یوه برخه جوړوي، دغه عمل د یو ګاونډی هېواد د ملي امنیت پرخلاف د بل یوه هېواد لخوا ترسره کیږي چې پر نړیوال امنیت باندې اغیز کوي، له دې امله د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هیله کوو چې د جنګهوي تروریستي ډله او په پاکستان کې تروریستي کړۍ د نړیوالې محکمې لخوا تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او پر پاکستان باندې فشار را وړل شي چې تروریستي ډلګۍ ړنګې او د هغوی مشران د قانون منګولو ته وسپاري.

د پریکړه لیک په پای کې راغلي دي: دغه ستره ملي غونډه له ټولو نړیوالو او کورنیو ټولنو، علمي، دیني، سیاسي، فرهنګي او له مدنې ټولنو څخه چې دغه غم لړلي بریدونه یې غندلې او د افغانستان د ګران ملت د شهیدانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده، مننه کوي او د هېواد له ډله ایزو رسنیو څخه چې د دغې پیښې په اړه یې پر خپل وخت، خپرونې کړي دي، قدرداني کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته