خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د څه باندې ۳۰۰۰ جریبه ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

کابل، د کب ۲۱مه، باختر

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰۰۰ جریبه ځمکې د غصب د مخنیوي ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون مارجې، نهرسراج، ګرمسېر، نوزاد او واشېر ولسوالیو کې یې د ۳ زره ۱۳۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیولې ده.

د مسوولینو په خبره یاده ځمکه په مرکز لښکرګاه کې د پاسپورت آمریت شاته هدیرې سیمه او شپږمې حوزې اړوند کاریز ساحه کې غصب شوې وه چې له غصب څخه وژغورل شوه.

همدا راز په ګرمسېر، نوزاد، نهرسراج، مارجې او واشیر ولسوالیو کې له غصب څخه خلاصه شوې ده.

د یادوني وړ ده، چې تردې وړاندي هم مرکز او یادو ولسوالیو کې د زرګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته