خبرونهورزش

په میدان وردګو کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسولین وايي چې په مرکز میدان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پای ته ورسېدې.

د یاد ریاست مسوولین زیاتوي چې دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون نمایندګۍ په همکارۍ د   اې.پي.اې موسسې له لوري د ټولنیز سمون په موخه سیالۍ ترسره شوې چې پای لوبه کې یې جلګې لوبډلې خپلې سیالې نرخ لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ ټولنیز سمون او یووالی رامنځته کول یاد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته