کابل / د کب ۹ مه / باختر
د لوګرد پوهنې ریاست یو سلو دېرشو بې سوادو نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړه .
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب باخترآژانس ته وویل چې د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت د ۱۳۰ نجونو او هلکانو لپاره د لیک لوست درې مرکزونه د بره کې برک ولسوالۍ په پل علم ،التمور او پندي سیمو کې جوړ کړل.
هغه زیاته کړه چې دغه پروګرام به ۹ میاشتې دوام وکړي او زده کوونکو ته کتاب او قرطاسیه هم ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د پوهنې ریاست مخکې له دې هم د لیک لوست پنځه پروګرامونه د لوګر په خروار ولسوالۍ کې جوړکړي و.
ع