خبرونهټولنه

په لوګر کې سلګونو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې څه باندې ۱۸۰۰ اړمنو کورنیو نن خوراکي توکي ترلاسه کړل.

د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خېل باختراژانس ته وويل چې د خوړو نړیوال سازمان د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش پنځم پړاو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د کلیو د پراختیا د اقدام موسسې  په همغږۍ او همکارۍ پیل شو.

د نايب خېل په وينا، په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ يوه بورۍ ٥٠ کيلو ګرامه اوړه، يوه بوشکه غوړي، شپږ کيلو دال او يو پاکټ مالګه وېشل کېږي.

تر دې وړاندې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د (يو.ان.اچ.سي.آر)په مالي مرسته پرڅه د پاسه زرو کورنيو نغدې پيسې وېشلې وې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته