خبرونهروغتیا

په زابل کې د کولرا ناروغۍ نوې پېښې ثبت شوې دي

 کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر

په زابل کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو تراژيدي دوام لري.

د شهرصفا په ولسوالۍ کې  د کولرا ناروغۍ  د خپرېدو نوې پېښې ثبت شوې دي.

د زابل روغتيايي مسوولين وايي، چې د ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه ناروغان په خپلو کليو او بانډو کې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا تداوي شوي او دغه بهير دوام لري.

تر دې وړاندې د زابل ځينې نورې سيمې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو ډګر و، چې سلګونو کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او يو شمېر نور مړه شوي دي.

خو د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکترعبدالحکيم حکيمي باختر آژانس ته وويل، چې دوى د شهر صفا ولسوالۍ کليو او بانډو ته د ګرځنده روغتيايي ټيمونو په لېږلو سره بريالي شوي، چې په دغې ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله د انساني تلفاتو مخه ونيسي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو دوو ورځو کې شهر صفا ولسوالۍ کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له خوا د ماشومانو په ګډون څه د پاسه ۸۰ ناروغانو درملنه شوې ده.

د زابل د عامي روغتيا رئيس وايي، يو شمېر هغه ناروغان چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته