خبرونهټولنه

په روزګان کې د ترافیکي پېښه له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر

د روزګان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په ګیزاب ولسوالۍ کې یو بایفور ډوله موټر له سړک اوښتې چې په کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

روزګانی زیاته کړه، چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چې د پيښې ټپيان پر وخت د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته