خبرونهاقتصادټولنه

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ٦٥ زره ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د غبرګولي ٢١مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د غبرګولي له ۱۳مې تر ۱۹مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ٦٥ زره ٤٠٧ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣٥ زره ٩٢٦، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ٥ زره ٦٩٢ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ١٢ زره ٢٠٧ ټنه واردات چې ټولټال ٥٣ زره ٨٢٥ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ١١ زره ٥٨٢ ټنه صادرات شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ژمنه کړې ده چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته