امنیت

په بدخشان کې دطالبانو له خوا يوولس تښتول شوي پوليسو خوشي شول

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

افغان ځواکونو دبدخشان ولايت دوردوج په ولسوالۍ کې دعملياتو په بهيرکې دطالبانو له خوا يوولس تنه تښول شوي پوليس ازاد کړل .

دغه  پوليس تيره اوونۍ  په داسې حال کې  چې  دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمي بوخت و  دوسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي و.

طالبانو په دغه بريدکې  دپوليسو اته رنجرموټرونه هم سوځولي و.

دبدخشان امنيتي چارواکي وايي  چې دغه پوليس تيره شپه  ددوي دځانګړو عملياتوپه بهيرکې  ازادشول.

دبدخشان دپوليسو قوماندان عبدالصبور نصرتي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل :  په دغو عملياتو کې  يوديرش تنه وسله وال طالبان چې يوولس تنه يې  دپوليسو په تښتولو  او دوسايطو په سوځولو کې رول درلود هم نيول شوي دي.

دبدخشان دپوليسو قوماندان وايي چې دوسله والو طالبان له شتون څخه دوردوج ولسوالۍ دپاکولو په  خاطر عمليات اوس هم دوام لري  .

دجنرال دنصرتي دڅرگندونوله مخې دوردوج په ولسوالۍ کې دطالبانو يوازي دوه سنګرونه اوس هم پاتي  دي چې امنيتي ځواکونه ورباندې په عملياتو بوخت دي .

دبدخشان ولايت دهغوولايتونو له جملې څخه دي  چې  ډير لږدناامنيو او دوسله والو طالبانو  دشتون شاهددي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته