خبرونهاقتصادTOP

په امریکا کې مېشت افغان پانګه وال د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په امریکا کې له میشت افغان پانګه وال او د «هيون کپيټل ګروپ» شرکت له رئیس احمد محمد علي رحیمي سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې ‏یاد پانګه وال د نفت او ګازو او قیمتي ډبرو کانونو او نورو برخو کې د خپلې کاري سابقې په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان د کانونو په برخه کې يې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې په خاطر د ياد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يې دي چې دغه وزارت د نفتو او ګازو په ګډون بېلابېل کانونه اعلان ته سپارلي او کولای شي د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
تر دې وړاندې هم يو زيات شمېر بهرنيو پانګه والو د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتياڅرګنده کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته