دملي اردو ځواکونو په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کې ددولت يو ويشت تنه مخالفين ونيول او يوه اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه کړل
دملي دفاع و زارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات د زابل ، کونړ، ننګر هار او هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له ا مله يي يو ويشت تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او دغه راز يوولس ميله وسلې ، څوارلس ماينونه ،دوه سوه پټاقي ،شپږ پنځوس کيلو باروت ، پنځه ديرش کيلو چاوديدونکې توکې او لس بوري چرس هم د ملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي