سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبير : په هېواد کې د کلتوري يرغل اغېزې اوس هم محسوسېږي او د له منځه وړو لپاره يې جدي کار روان دي

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته په داسې حال کې، چې د بهرنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو سرپرستانو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم شتون درلود د هېواد د ۳۴ ولایتونو له یو شمېر حافظانو، لیکوالانو، میناتورانو او ناشرانو سره وکتل.
دغه غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري را بلل شوې وه او پکې د هېواد په کچه د حافظانو، لیکوالانو، میناتورانو او ناشرانو استازو برخه اخیستې وه.
دوی په هېواد کې د قرانکریم په ګډون د یو شمېر دیني کتابونو د چاپ او طرحې لپاره د مشورو په موخه کابل ته بلل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو چارو معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي په دغه کتنه کې وویل چې په کور دننه د قران کریم د چاپ او نشر په موخه د ریاست الوزراء عالي مقام ته شوي وړاندیزونه منظور شوي او ډېر ژر به په دې برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شي.
په ورته وخت کې د ریاست الورزاء سیاسي مرستیال په هېواد کې د چاپي اثارو او کلتوري ودې لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې وستایلې او زياته يې کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان کلتوري برخې ته ځانګړې توجه لري او هڅه کوي په دې برخه کې د څو لسیزو نیمګړتیاوې حل کړي، چې په پایله کې به یې رښتیني اسلامي او افغاني کلتور ودې ته لاره هواره شي.
هغه وویل چې په هېواد کې له نظامي اشغال سره هم مهاله کلتوري یرغل او تهاجم هم رامنځته شوی، چې اغېزې یې اوس هم محسوسېږي او د له منځه وړو لپاره يې جدي اقدامات روان دي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، چې اسلامي امارت له فتحې وروسته هم ټولو هغو ناخوالو او ناوړه تجربو ته متوجه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې ورسره ملتونه او دولتونه مخ شوي او له امله يې هېوادونه په بحران او کورنیو جګړو کې ښکېل شوي دي.
مولوي عبدالکبير زياته کړه، چې اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي او کلتوري ډګرونو کې شته ستونزو او د نړۍ د استخباراتي شبکو شومو پلانونو ته متوجه دی، په پوره احتیاط ګام اخلي او هڅه کوي افغانستان د نظامي په څېر په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې هم بریالی شي.
هېره دې نه وي، چې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې د لیکوالانو، حافظانو، میناتورانو او ناشرانو وړاندیزونو ته د رسیده ګۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته