کابل، د لړم ۲۹مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون ( د لړم په ۲۸مه) نېټه له پاکستان او ایران څخه ۴ زره ۶۸۴ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات له اسلام کلا له لارې ۲ زره ۳۲۲ تنه په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه راز د کندهار سپین بولدک له لارې هم پرون ورځ ۶ تنه بندیان او دغه راز ۵۳۷ کورنۍ چې ۲ زره ۳۵۶ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې یاد شمېر کسان د مرستو په موخه بېلابېلو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.