خبرونهاقتصادټولنه

سږ کال په هلمند کې ۱۷ پروژې پلې شوي

کابل، د کب لومړۍ نېټه مه، باختر

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د ۱۴۰۲ هـ ش کال په بهیر کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلا بېلو برخو کې د ۱۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت  ۱۷  لویې پروژې پلې شوې دي.

په یادو پروژو کې د ښارد سړکونو، چوکونو، ګلدانونو، پُلونو، د شپني څراغونو، پارکونو، عامه تشنابونو، د ښار د ننوتو دروازې د لومړي فاز چارې او داسې نورې پروژې شاملې دي.

د یاد ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتي مدیر محمد طاهر آبشار د باخترآژانس خبریال ته وویل:« زموږ د ۱۴۰۲ کال د پلان شوې پروژې چارې  ۹۵ – ۸۵ سلنه بشپړې شوي او تمه لرو چې د همدې کال په بشپړېدو سره به د نیمګړې پروژې چارې بشپړې شي».

نوموړي زیاته کړه، چې د لښکرګاه ښاروالۍ به په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې هم د ښار په هغو برخو کې چې اړتیا وي د ۱۷ ـ ۱۹ پورې پروژې پلې کړي او د ښار له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې خپل مالیات په وخت سره ښاروالۍ ته وسپاري ځکه چې د لښکرګاه ښاروالۍ په راټولو شویوعوایدو سره خپلې رغنیزې پروژې مخته وړي.

د یادونې وړده، چې په هلمند کې د ښاروالۍ ریاست یو له هغو ریاستونو څخه دی چې زیات شمېر رغنیزې پروژې پلې کړي او لا هم هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته