خبرونهټولنهښوونه او روزنه

زابل کې نږدې ۴۰۰ تعلیمي مرکزونه فعالیت لري

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر

د زابل سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نږې ۴۰۰ تعلیمي مرکزونه فعالیت لري.

د زابل د پوهنې رییس مولوي ګل ولي متقي د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې ۱۷۳ ښوونځي او ۲۰۸ مدرسې فعالیت لري چې په دې سره څه باندې سل زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

متقي زیاته کړه تر بل هر وخت اوس زده کړیز بهیر ته پاملرنه زیاته شوې او د مسلکي ښوونکو د ګمارنې په برخه کې جدي اقدمات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته