سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

روژه او غزه؛ مسلمانان له تر ټولو سخت امتحان سره مخ دي

کابل، د کب ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

تبصره

غزه کې د روژې له پیل سره د صهیونست پوځونو ظلمونو نور هم زور اخیستی او راپورونه وایي، چې په بېلابېلو سیمو کې د تازه بمباریو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.

که څه هم د غزې اوسېدونکي لا له وړاندې له سختې لوږې او نورو ستونزو سره مخ دي خو د روژې له پیل سره به یې دغه ستونزې یو په لسو زیاتې شي.

د غزې مسلمانان په داسې مهال روژه په خوله دي، چې د اسرایلو د ظلمونو او د نړۍ د نورو مسلمانانو د چپه خوله پاتې کېدو له امله د خوړو له سخت نه شتون سره مخ دي او هره ورځ سلګونه کسان یې شهیدان او یا هم ټپیان کېږي.

د غزې مسلمانان به نن ماښام په داسې مهال روژه ماتی کوي، چې د نړۍ لر او بر مسلمان رهبران به له خپلو کورنیو، وزیرانو او نورو چارواکو سره له رنګارنګ خوړو ډکو دسترخوانونو ته ناست وي او روژه به ماتوي، زه نه پوهېږم، چې وجدان به یې اجازه ورکوي او که نه، خو دا یو حقیقت دی، چې مسلمانان په کافي اندازه له ذلت سره مخ دي او زما د دې خبرې ښه مثال غزې ته د بشري مرستو د روسولو وروستۍ طریقه ده، چې هغه هم تر ډېره کفري نړۍ ترسره کوي او په ډېرې بې عزتۍ سره د هوا له لارې د غزې اوسېدونکو ته خوراکي توکي ورغورځوي او لاندې خلک یې په ډېرې بې عزتۍ ترلاسه کوي.

تېر ماښام مې پر ټلویزون د یو غزه وال خبرې اورېدې، چې ویل یې (موږ ته دا ډول مرستې رارسول تحقیر دی او که راکول کېږي، نو لږ په عزت د راته وکتل شي، موږ هم انسانان یو).

نو د مسلمانانو لپاره تر هر څه او هر بل پرمختګ وړاندې له کفارو د هر ډول لکه پوځي، سیاسي، اقتصادي، ځمکني، ټکنالوژیکي او نورې ازادۍ اخیستل اړین دي او باید لومړیتوب ورکړي.

مسلمان باید خپل اقتصاد، سیاست، ټکنالوژي، وسلې او هر څه ولري، څومره چې د کفارو په غېږه کې پاتې کېږي او خپل ارامه خوبونه کوي، هغومره به غلام او ذلیل پاتې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته