سیاستخبرونهفرهنګTOP

ذبیح الله مجاهد: خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د هېواد ټولو خبریالانو ته مبارکي ویلې او هغوی ته یې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د لا ښه خدمت توفیق غوښتنه کړې ده.

نوموړي له هغوی غوښتي چې د رسنیزو اصولو په نظر کې نیولو سره لا ډېر هڅاند و اوسي.

د یادونې وړ ده چې هر کال د کب ۲۷ مه نېټه په هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته