خبرونهټولنه

فراه کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات جوړېږي

کابل، د غوایی ۲۹ مه، باختر
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون د باختر اژانس خبریال ته وويل، چې د مرکز اړوند سنګروز کلي کې د عبدالرزاق قلندري د زامنو له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سباوون زیاته کړې چې دغه جومات به د ۱۸۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د یاد جامع جومت په رغولو کې له سیمه ییزو مسوولینو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته